
کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د خبریالانو نړیوال فدراسیون په یوه اعلامیه کې ويلي چې د طالبانو نظام یوازې په چنګاښ میاشت کې ۷ افغان خبریالان نيولي دي. دغه سازمان د خبریالانو د نیولو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو يې غوښتي چې د خبریالانو خپلسرې نیونه دې ودروي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، طالبانو د چنګاښ په ۳مه د يو رسنيز بنسټ مشر ابوذرصارم سرپلي او د هغه دوه نور همکاران بشیر هاتف او شکېب احمد نظري ونيول. طالبانو ادعا کړې چې سرپلي د اخلاقي فساد او له يوناما او ګاونډيو هېوادونو څخه د پيسو په تر لاسه کولو نیول شوی دی.
خو د خبریالانو نړیوال فدراسیون ويلي چې سرپلي د فشار له امله ناسمو اعترافاتو ته مجبور شوی دی.
دغه راز د خبریالانو نړیوال فدراسیون ويلي چې طالبانو د (پکسل میډيا) په نوم د يو رسنیز شرکت مسوول او مرستيال يې احمد نوي عسکري او مشتاق احمد حلیمي هم نيولي دي. پر دوی تور دی چې يو غیر اسلامي سیریال یې دوبله کولو.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې طالبانو د چنګاښ په ۳۰مه هم يو بل خبریال په کابل کې نیولی او دغه راز يې د چنګاښ په ۱۵مه هم په يو بل ولایت کې يو بل خبریال هم نیولی دی. خو تر اوسه د دغو دوو خبریالانو د هويت په تړاو د خبریالانو نړیوال فدراسیون څه نه دي ويلي.