
کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د کډوالو عالي کمېشنري يونیسیار وايي چې له ایران څخه په دې وروستيو کې ۱ اعشاريه ۴ ميليونه افغان کډوال په جبري ډول بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان ويلي چې له ایران څخه بېرته راستانه شوي، د تبعیض، ځورونې او د معاشونو د نه ورکولو له ستونزو سره مخ شوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له پیل څخه د اګست تر لومړۍ نېټې پورې له ایران او پاکستان څخه له ۲.۱ میلیونو څخه ډېر افغانان د دویی د خوښي برخلاف افغانستان ته استول شوي .
د راپور له مخې، یوازې د اپرېل له میاشتې څخه د جولای تر پایه پورې، ۱.۴ میلیونه کسان له ایران او له ۳۰۳ زرو څخه زیات کسان له پاکستان څخه راستنول شوي دي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې ډېر هغه کسان چې له ایران څخه بېرته راستانه شوي، د تبعیض، ځورونې او د معاشونو د نه ورکولو له ستونزو سره مخ شوي دي.
UNHCR همداراز د مالي کمښتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، ویلې یې دي چې د بېرته راستانه شویو سره د مرستې لپاره له غوښتل شویو ۴۷۸ میلیونه ډالرو څخه یوازې ۲۴ سلنه تر لاسه شوي دي .
پخوا به له پاکستان او افغانستان نه راستنو شویو راجستر هر افغان ته ۳۵۰ ډالره فی کس نغدې کومک ورکول کیدلو اوس ۱۵۵ ډالرو ته را ښکته شوي .