افغانستانخبرونه

طالبانو کابل کې د تاریخي اثارو د قاچاق په تړاو يو کس نيولی

کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وایي، پولیسو په کابل ښار کې یو شمېر لرغوني آثار کشف او ترلاسه کړي او په تړاو يې يو کس هم نيول شو دی.

دغه وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې یاد آثار چې د تاریخي ارزښت وړ دي، د قانوني اسنادو له نشتوالي سره د قاچاق احتمالي هڅو په ترڅ کې ترلاسه شوي، چې پکې لرغوني فلزي او کاشي توکي، زړې نقاشۍ او د مجسمو برخې شاملې دي.

د سرچینې په وینا، د دغو تاریخي اثارو د قاچاق په تړاو یې یو تن نیول شوی او ترلاسه شوي آثار د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوندو بنسټونو ته د تسلیمۍ په موخه انتقال شوي دي.