
کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د امربالمعروف وزارت وايي، په کابل کې يې د دقیقو څېړنو، څارنو او اسنادو پر بنسټ د پوهنتون د محصلینو یوه شپږ کسیزه ډله نيولې چې په وینا يې د الحاد انحرافي فکر يې درلود.
د دغه وزارت سرچینې وايي چې دا کسان څو ورځې وړاندې نيول شوي دي.
د معلوماتو له مخې: ((څو ورځې وړاندې د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت د دقیقو څېړنو، څارنو او اسنادو پر بنسټ، د پوهنتون د محصلینو یوه شپږ کسیزه ډله ونیوله، چې د الحاد له انحرافي فکر څخه متاثره شوې وه او هڅه یې کوله دغه نظریه په غیرمستقیم ډول خپره کړی.))
سرچینې زیاته کړې، باید څرګنده کړم چې یاد کسان د فکري انحراف ښکاره نښو نښانو له امله تر څار لاندې وو، او له لازم اسنادو او شواهدو وروسته، نیول شوي دي.