
کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د نیولو په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي، د هغه د ادارې پاملرنه دا مهاله په محاصره شوې فلسطین کې اړمنو کسانو ته د خوړو رسول دي.
هغه زیاته کړه، نورې معاملې زیاتره پر اسرائیلو پورې اړه لري او هغه په دې اړه څه نه شي ویلای.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو لومړي وزیر د سه شنبې په ورځ د دغه هېواد له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره غونډه کې د غزې د بشپړې نیولو ملاتړ کړی دی.
تر دې وړاندې اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی و، چې نتنیاهو په غزه کې د نظامي عملیاتو د پراخولو په اړه غور کوي.