خبرونهنړۍ

حماس: د غزې د راتلونکې ادارې په جوړښت کې به برخه وانخلو

کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د فلسطین مقاومتي ډلې حماس پریکړه کړې چې د غزې تړانګې د راتلونکې اداري جوړښت په تشکیل کې به برخه وانخلي. 

د حماس یوه مشر د نوم نه ښودلو په شرط عربي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، حماس پریکړه کړې چې د غزې د راتلونکې ادارې په جوړښت کې برخه وانخلي. 

هغه زیاته کړه: د فلسطین ولس او حماس تر سخت فشار لاندې دي، د اوربند لپاره یې مثبت چلند غوره کړی، خو د نتنیاهو لخوا د غزې د نیواک ګواښ د اسرائیلو د بد نیتۍ انعکاس کوي، چې دا ګواښ به د بندیانو ژوند هم له خطر سره مخامخ کړي.

هغه وویل: حماس د اسرائیلي بندیانو د کورنیو د احساساتو په اړه ښه پوهیږي، خو د اسرائیلي بندیانو کورنۍ باید دا هم په یاد ولري چې د هر فلسطیني کورنۍ یو غړی د اسرائیل په زندانونو کې بندي دی.