خبرونهنړۍ

پېښور کې پر موټر د ډزو له امله د یوه پولیس افسر په ګډون ۳ تنه وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د خیبرپښتونخوا د پېښور په ورسک سړک سیمه کې ناڅرګنده کسانو په یوه موټر ډزې کړي، چې په ترڅ کې یو پولیس افسر په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

پولیسو ویلي چې درې واړه کسان په یوه موټر کې روان وو، چې د موټر سایکل سپرو لخوا په نښه شوي دي.

تر اوسه د دغه پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.