
کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د هند د اتراکھنډ ایالت په شمالي همالیايي سیمه کې د موسمي اورښتون وروسته د سیلاب راوتلو له امله ۴ تنه مړه شوي او ۵۰ تنه نور لادرکه دي.
د یاد هېواد لومړي وزیر نریندر مودي د زیانمنو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې ژغورونکې او مرستندویه ډلې سیمې ته رسیدلي او تر ممکنه حده پورې به مرستې وکړي.
په دې وروستیو کې د هند او پاکستان په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو کې موسمي سیلابونو پراخه زیانونه اړولي دي.