افغانستانخبرونه

خوست کې د سیلابونو له امله ۶ تنه مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د خوست ولایت په بېلا بېلو سیمو کې تیره ورځ د راوتلو سیلابونو له امله د درې ماشومانو په ګډون ۶ تنه مړه شوي.

سیمه ییزې سرچینې وایي، د دغه سیلابونو له امله د خوست په مرکز او ګڼ شمېر سیمو کې د ودانیو نړیدو او نورو برخو د زیانمنېدو له امله پراخه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

بلخوا طالبانو ویلي، چې د سیلابونو پر مهال یې ګڼ شمېر کسان ژغورلي او خوندي سیمو ته یې لیږدولي دي.