
کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په تړاو اندېښنه ښودل شوې چې له مخې یې په دغه هېواد کې مېشت کارټ لرونکي افغانان کډوال بېرته باید خپل هېواد ته راستانه شي.
د يونیسیار ويلي دا پرېکړه د کډوالو منلو برخه کې د پاکستاني حکومت د کړو ژمنو خلاف عمل دی او د کډوالۍ له نړیوالو اصولو سرغړونه ده.
د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې کارټ لرونکي کډوال قانوني کډوال دي او د نړیوالو اصولو له مخې هېڅ هېواد يې د جبري ستنېدنې پرېکړه نه شي کولی خو پاکستان حکومت د نړیوالو اصولو خلاف عمل کوي.
د يونیسیار له لوري د پاکستان حکومت باندې غږ شوی چې د کارټ لرونکو کډوالو له جبري ویستلو ډډه وکړي او يوازې هغه افغان کډوال بهر کړي چې خپله خپل هېواد ته د تګ اراده تلري.