
کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
يوه عمر خوړلې بریتانوي جوړه (خاوند او ښځه) چې افغانستان ته د چکر په موخه راغلي وو او شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د طالبانو له لوري نيول شوی، تازه يې کورنۍ د هغوی د وضعت په تړاو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د هغوی د خلاصون غوښتنه کړې ده.
۸۰ کلن پيټر او ۷۶ کلنه باربي په بامیانو ولایت کې د جاسوسۍ په تور نيول شوي خو کورنۍ يې وايي چې د لګول شويو تورونو په تړاو ورته طالبانو هېڅ شواهد نه دي ښودلي.
د دغې جوړې زوی جانتن وايي، له مور او پلار سره شپږ اوونۍ وړاندې د جون په ۱۵مه خبرې شوي خو تر هغې وروسته ورسره هېڅ خبرې نه دي شوي.
نوموړی وايي: ((زه له تېرو دوو اوونيو راهېسې هېڅ معلومات نه لرم چې هغوی په کوم وضعيت کې دي، زه يې اوس د مړي او ژوندي په تړاو معلومات نه لرم، ماته به څوک معلومات راکړي؟.))
که څه هم طالبانو تر اوسه د دغې جوړې د زوی د اندېښنو او غوښتنو په تړاو تازه څه نه دي ویلي خو په تېر کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیر خان متقي ويلي وو چې هغوی په بند کې دي او له ټولو حقونو خوندي دي