افغانستانخبرونه

د نورستان په يو کان کې چاودنه؛ يو کس مړ، ۷ ټپيان دي

کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د نورستان ولايت په دواب ولسوالۍ په يو کان کې د باروتو د چاودنې له امله یو کان کېدونکی وژل شوی او ۷ نور ټپيان دي.

په نورستان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند غلام رحمن حیدري رسنيو ته ويلي چې د دواب ولسوالۍ د ماوې غر په معدن کې نن سهار د کان کیندنې لپاره د باروتو جوړولو پرمهال چاودنه رامنځته شوې چې له امله یې يو کان کېدونکي ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپيان دي.

دی وايي،  پیښې رامنځته کېدو سره سم دواب ولسوالۍ پولیسو د پېښې ځای ته رسیدلي او سمدستي ټپیان دواب روغتون ته انتقال کړي

د يادونې وړده چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ او دواب روغتون کې تر درملنې لاندې دي