
کابل ټيلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله لیکلي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي راتلونکې اونۍ د روسيې له ولسمشر ولادیمير پوتين سره لیدنه وکړي.
دا به د ټرمپ د بیا ولسمشرۍ له پیل راهیسې د دواړو هېوادونو د مشرانو لومړۍ لیدنه وي.
دغه راز سرچینو ویلي، ترمپ به تردې لیدنې وروسته د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره هم درې اړخېزه ناسته وکړي.