
کابل ټيلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
رویټرز د افریقايي هېواد ګانا دولت له قوله خبر ورکړی، چې د دې هېواد په سویل کې د یوې پوځي چورلکې د لوېدو له امله د دوو وزیرانو په ګډون اتو تنو ژوند بایللی دی.
د ګانا چارواکو ویلي، چې دې پېښه کې د یاد هېواد د دفاع وزیر ادوارد اومان بواما او د چاپېریال ساتنې، علومو او ټکنالوژۍ وزیر ابراهیم مورتالا محمد، درې نورو چارواکو او د چورلکې درې کارکوونکو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.