افغانستانخبرونه

اندونیزیا له افغانستان سره ۳.۵ میلیون ډالره مرسته کړې

کابل ټيلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی، چې د اندونیزیا دولت په ښوونځیو کې د تغذیې پروګرام د ملاتړ په موخه له افغانستان سره ۳.۵ میلیونه ډالر مرسته کړې.

د یاد بنسټ په وینا؛ په یاده اندازه پیسو به یو زر او ۲۰۰ ټنه غني شوي بیسکېټ برابر او درېیو کلونو کې به په ابتدایه ښوونځیو کې پر ۲۰۰ زره زده‌کوونکو ووېشل شي.