افغانستانخبرونه

طالبانو په دایکندي کې د نسیم راډيو درې خبریالان يو ځل بیا نيولي

کابل ټيلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

سرچینې وايي چې د طالبانو استخباراتو يو ځل بیا په دایکندي ولايت کې د نسیم په نوم د يوې سیمه ييزې راډيو درې کار کوونکي نيولي دي.

په نيول شويو کسانو کې د راډيو مسوول مدیر سلطان علي جوادي او دوه نور خبریالان يې سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي شامل دي.

دا پېښه پرون د چهار شنبې په ورځ رامنځته شوې او تر اوسه يې د نیول کېدو علت معلوم نه دی.

دا درې رسنيز کار کوونکي يو ځل وړاندې د ۱۴۰۲ کال په تلې میاشت کې هم نيول شوي وو چې څو میاشتې په بند کې پاتې وو.