
کابل ټيلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ستره محکمه وايي چې په زابل ولايت کې ابتدایه محکمې د يوې ښځې په ګډون ۷ کسان په دُرو وهلي دي.
په دغو کسانو کې څلورو کسانو ته د غلا او لواطت او د يوې ښځې په ګډون درېیو کسانو ته د نا مشروع اړیکو په تور تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
دا پرېکړه پرون د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته د ابتدائیه محکمې له لوري تطبیق شوې چې یاد کسان له ۲۰ څخه تر ۳۰ دُرو وهل شوی دي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې د طالبانو د بهرنيو چارو د رییس او په بلخ کې د پوهنتون د رییس د اخلاقي فساد ويډيوګانې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شوې خو دغو کسانو ته طالبانو د سزا پر ځای نوې دندې ورکړې.