
کابل ټيلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د هرات ولايت په صنعتي ښارګوټي کې د يو سوداګر د اووه ميليونه ډالرو په پانګونې د هرات فولاد په نوم د اوسپنې د ويلې کولو يوه فابریکه جوړه شوه.
یاده تولیدي فابریکه د ورځې ۱۵۰ ټنه د بېلابېلو ډولونو اوسپنې د تولید ظرفیت لري، چې د خصوصي سکتور له لوري د ۷ میلیون ډالرو په پانګونه یې فعالیت پیل کړی دی.
د دغې فابریکې د پرانېستې پرمهال په هرات کې د طالبان والي شیخ نوراحمد اسلامجار وویل چې د طالبانو حکومت د صنعتکارانو او پانګوالو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي.
نوموړي همداراز وویل چې د دې فابریکې په فعالېدو سره به د اوسپنې د تولید کچه له پخوا زیاته شي، او اوس سوداګر باید هڅه وکړي چې د خپلو تولیداتو کیفیت لوړ کړي او د نړیوالو تولیداتو سره سیال شي.
د هرات فولاد د اوسپنې ويلي کولو فابریکې رييس خان ګل اسحاقزي وویل چې دا فابریکه د اوو میلیون ډالرو پانګونې سره جوړه شوه، اوسمهال د توليد لومړۍ کرښه فعاله شوه چې ۱۵۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوه او راتلونکي کې به دویمه برخه هم فعاله شي.