افغانستانخبرونه

اغا خان بنسټ په افغانستان کې د روغتیا زده کړو او نورو برخو کې مرستې پراخوي

کابل ټيلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سره د اغا خان پوهنتون او بنسټ مسوولینو د لیدنې پرمهال ډاډ ورکړی چې دغه بنسټ په افغانستان کې د زېربیناوو، روغتيا، زده کړو او بشري برخو کې خپلې مرستې پراخوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې د بهرنیو چارو وزارت د مرستيال محمد نعیم او د اغا خان پوهنتون د رییس ډاکټر سلیمان شهاب الدین او د دغه بنسټ نورو استازو په کابل کې سره لیدلي دي.

په دې کتنه کې د روغتیا، تعلیم، زیربناوو او بشري مرستو په برخو کې د همکاریو پر پراخولو خبرې وشوې.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستیال، د یاد بنسټ د اغېزناکو فعالیتونو ستاینه وکړه او د افغان ډاکټرانو روزنې، ارتقای ظرفيت او د روغتیايي مرکزونو تجهیز او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په برخه کې يې د دغه بنسټ همکاري مهمه وبلله.

د اغا خان بنسټ استازو، د ياد بنسټ له لوري د همکاریو د پراخولو ډاډ ورکړ.

 په ورته مهال د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال دوی ته د اړينو اسانتياوو ډاډ ورکړ.