افغانستانخبرونه

میرويس عزیزي: امرالله صالح زه خپل سیال نه بولم چې په اړه يې تبصره وکړم

کابل ټيلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

وروسته له هغې چې د عزیزي بانک او عزیزي بنسټ مالک میرویس عزیزي تېره اوونۍ د طالبانو له حکومت سره د برېښنا په برخه کې د ۱۰ میلیارده ډالرو د پانګونې خبر ورکړ، د تېر جمهوري نظام لومړي مرستيال امرالله صالح د عزیزي دا هوکړه يوه ډرامه یاده کړه.

خو میرویس عزیزي چې پرون يې له بي بي سي پښتو سره په يوه مرکه کې خبرې کولې، د امرالله صالح دغو څرګندونو ته په اشارې سره وويل: «زه امرالله صالح خپل سیال نه بولم چې زه د هغه په مورد کې تبصره وکړم.»

امرالله صالح ويلي وو چې عزیزي د طالبانو په تېرو څلور کلونو حکومت کې تر اوسه د ۲۰ میلیارده ډالور په ارزښت هوکړې لاسلیک کړي خو تر اوسه يې يوه هم نه ده عملي کړې او دا د دروغو تړونونه ياد کړي دي.

خو ميرویس عزیزي وايي چې عزیزي بنسټ د شاوخوا ۵۰ ميلیارده ډالرو په اندازه سرمایه لري چې د لس میلیارده پانګونه ورته عادي خبره ده.

دی په دغه مرکه کې وايي: «د عزیزي بنسټ کمپنۍ ټوله سرمایه د پنځوس میلیارده ډالر په شاوخوا کې ده، نو ماته په افغانستان کې د لس میلیارده ډالره سرمایه ګزاري ډېره غټه خبره نه ده، افغانستان ته دا لس میلیارده ډالره نه ځي، افغانستان کې ته شاید په اوو کلونو کې دوه نیم میلیارده ډالر لاړ شي، اووه نیم ملیارد ډالره يې چینا او اروپايي او نورو هېوادونو ته چې تکنالوجي له هغه ځایه راوړل کېږي، هلته ځي.»