افغانستانخبرونه

د پاکستان له زندانونو نږدې ۳۰۰ افغان کډوالو ازاد شول

کابل ټيلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په تېره شاوخوا يوه اوونۍ کې د پاکستان له زندانونو څخه ۲۹۹ افغان کډوال چې بندیان شوي وو، ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شول.

د طالبانو دا وزارت وايي، دا کسان چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نيول شوي وو او همالته بندیانو وو، د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته را ولېږدول شول.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغو کسانو د پاکستان په بندي خانو کې له ۲۰ ورځو تر ۳ میاشتو پورې بند تېر کړی دی.

یاد شوي کسان د ثبت او بشري مرستو وروسته خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.