
کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د کندهار ښار اړوند عینو مېنه کې يو سپين ږیری سړی د خپلو ملګرو له لوري د چړو په ګوزارونو وهل شوی او وژل شوی دی.
دغه پېښه تېره شپه د عینو مېنې په ۲۳ سړک رامنځته شوې ده.
وژل شوی شخص د کندهار ښار د کابل بانک سره نږدې د تعمیراتي رنګونو دوکان درلود او یو عادي سوداګر و.
تر اوسه په کندهار کې طالب امنیتي مسوولینو په دې اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی.