افغانستانخبرونه

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر: پاکستان په افغانستان کې د مرکزي او قوي حکومت جوړېدو مخالفت کوي

کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر په يوه انتقادي مرکه ویلي چې د پاکستان په ګډون د سیمې يو او ګاونډ ځينې هېوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې یو قوي مرکزي حکومت رامنځته کړي.

عبدالطیف منصور دا څرګندونې له شمشاد ټلویزیون سره په يوه ځانګړې مرکه کړې کړي دي.

هغه ويلي، د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه تل هڅه کوي چې په افغانستان کې سیاسي بې ثباتي، بې اتفاقي او ګډوډي موجود وي چې د هغوی ګټې خوندي وي.

دی وايي: ((زموږ بعضې ګاونډیان چې دي بیا خصوصاً پاکستان، په افغانستان کې حکومت نه غواړي، که هغه د طالب وي، که هغه د مجاهد وي، که هغه د کمونیست وي، دلته اداره نه غواړي موږ اوس په دې پوه شوي يو، که دلته حکومت جوړ شي، افغانستان په پښو درېږي،له دې موقع نه دوی استفاده کړې چې په افغانستان کې مرکزي حکومت جوړ نه شي، دایماً اختلافات وي، زموږ هغه سیاسي هدف هم سرته رسېږي، اقتصادي به هم رسېږي.))

که څه پر طالبانو شکونه او تورونه دي چې د پاکستان تر نفوذ لاندې دي او تر ډېره په دغه نظام کې د پاکستان پر ضد خبره کول، د طالبانو د ګڼو چارواکو د دندې بایللو سبب شوې خو کله ناکله يو شمېر چارواکي دا ډول څرګندونې کوي او هغه چې د پاکستان او طالبانو اصلیت دی را په ډاګه کوي.