افغانستانخبرونه

تر ننګرهار او بلخ وروسته کندهار کې د طالبانو د اخلاقي فساد ویډيو خپره شوې

کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په ننګرهار او بلخ کې د طالبانو د اخلاقي فساد د ويډيوګانو له خپرېدو وروسته دا ځل په کندهار کې د يو طالب مسوول د اخلاقي فساد ويډيو خپره شوې ده.

پر ټولنيزو شبکو خپرېدونکې دغه ويډیو کې لیدل کېږي چې د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور ریاست يو کار کوونکی په کاري دفتر کې له يوې نجلۍ/ښځې سره جنسي عمل کوي او ويډيو ترې هم ثبت شوې ده.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دا ويډيو تازه ده او که پخوا ثبت شوې خو تازه پر ټولنیزو شبکو خپرېږي.