
کابل ټیلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۱۵مه د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې اعلان وکړ.
ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې وویل چې د روسي ولسمشر سره به یې لیدنه د اګست په ۱۵مه په الاسکا کې وي.
له دې وړاندې، ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي وو چې هغه به ژر د روسي ولسمشر پوتین سره وویني.
د یوه امریکايي ورځپاڼې په وینا، پوتین امریکا ته ویلي چې د ختیځ اوکرین په بدل کې به جګړه ختمه کړي، خو ټرمپ ویلي چې موږ د ځینو سیمو د بېرته اخیستو او بدلونونو د راوستو په تمه یو.
د یادونې وړده،چې ټرمپ د اګست تر ۸مې پورې د اوکرین د سولې تړون د نه ترسره کېدو په ترڅ کې پر روس د نویو بندیزونو د لګولو ګواښ کړی و.