
کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال
د طالبانو د کورنيو چارو زوارت د امنيتي چارو مرستيال ملا محمد ابراهيم صدر د امنیتي وضعيت د ارزونې لپاره غزني ولايت ته سفر کړی دی.
د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي چې ابراهیم صدر د دغې ډلې د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده په ځانګړې سپارښتنه د امنيتي وضعيت د ارزونې لړۍ پيل کړې چې تر دې وړاندې نیمروز ولايت ته تللی و، هغه ولايت چې د طالبانو لپاره ډېر مهم دی او د تېر جمهوري نظام سقوط هم همدغه ولايت له سقوط پيل شوی و.
نوموړي سره په دغه سفر کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت يو شمېر نور چارواکي هم برخه لري.
په ناسته کې ابراهیم صدر په دې ولایت کې د امنیتي بنسټونو ترمنځ پر ښې همغږۍ، د امنیت د ټینګښت، د طالب رهبر ملا هیبت الله د فرامینو د پلي کولو او له خلکو سره د نیک چلند په اړه اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړې.