
کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال
چین هېواد د مصنوعي ځیرکتیا په مشرۍ په نړۍ کې لومړنی انساني روبوټ سواګریز مرکز پرانیست، چې په کې تر سلو زیات انساني روبټونه چې بېلا بېل حرکت ترسره کوي، نندارې ته وړاندې شول.
چین هېواد پلان لري، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ۱۳۷ میلیارده ډالرو په پانګې اچونې سره د مصنوعي ځیکتیا په برخه کې په ټوله نړۍ کې تر ټولو مخکښ پاتې شي.
دا پلورنځی د ییزوانګ په روبوټیک صنعتي پارک کې موقعیت لري په کې طبي، صنعتي، بایونیک او انساني شکل لرونکي روبوټونه شامل دي.
د روبوټونو بیې له ۲۰۰۰ یوانو (۲۷۸.۳۳ پونډه) څخه تر څو میلیونه یوانو پورې ټاکل شوي دي.