
کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال
د پاکستان فوټبال فدراسیون ویلي، چې عروب سهیل بټ یې د دغه هېواد د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبدلې لپاره د دغه هېواد په تاریخ کې د لومړنۍ مدیرې په توګه ټاکلې ده.
دوی زیاته کړې، دغه چاره یې د فوټبال نړیوالې شورا یا فیفا له لورې ټولو لپاره د مساوي فرصتونو ورکولو پالیسۍ له مخې ترسره کړې.
د یادونې وړده، چې د پاکستان د فوتبال د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله به سږ کال د چیمپین شپ او اسیا هېوادونو د لارې موندنې سیالیو کې برخه واخلي.