خبرونهنړۍ

چین کې د چکن ګونیا ناروغي خپریدل خطرناکې کچې ته رسیدلي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال

د را پورونو له مخې؛ په چین هېواد کې په یوه میاشت کې د چکن ګونیا ناروغۍ ۸ زره پیښې ثبت شوي او دغه ناروغۍ خپریدل خطرناکې کچې ته رسیدلی.

چینایي چارواکو ویلي، چې په زیانمنو سیمو کې یې د مچیو د وژلو په موخه د ډرون له لارې د سپرۍ کارول پیل کړي.

دغه ناروغي د چین په سویلي ګوانګ ډونګ سیمه کې تر ټولو زیاته خپره شوې ده.

چارواکو امر کړی چې له پرانیستو ځایونو څخه هغه لوښې لري کړي، چې په کې اوبه جمعه کیږي او د مچیو د زیږون لامل کیږي.

د روغتیا چارواکو ولس ته مشوره ورکړې چې د مچیو څخه د ځان ساتنې احتیاطي تدابیر ونیسي او د مشکوکې نښې په ترڅ کې سمدستي نږدې روغتون ته مراجعه وکړي. 

د روغتیا کارپوهانو په وینا، چکن ګونیا عموماً په آسیا، افریقا او سویلي امریکا کې وخت په وخت خپریږي، خو دا لومړی ځل دی چې په چین کې دا ناروغي په خورا چټکۍ سره خپریږي.