خبرونهنړۍ

د اسرائیلو بریدونو له امله غزه کې ۴۷ فلسطینیان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال

د را پورونو له مخې؛ په غزه کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د ۴۰ تنو هغو کسانو په ګډون چې د مرستو په موخه ولاړ و، ۴۷ فلسطینیان وژل شوي.

دغه راز د خوړو د کمښت له امله  هم ۱۱ فلسطینیان مړه شوی دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې د وژ لشویو فلسطینیانو ټولیز شمېر ۶۱ زره ۳۶۹ ته ورسېد، دغه راز ۱۵۲ زره ۸۵۰ کسان ټپیان شوي هم دي. 

په ورته وخت کې د غزې د بشپړ کنټرول پلان د تطبیق په موخه د اسرائیلو ټانکونه د غزې پولو ته رسیدلي.