
کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال
د را پورونو له مخې؛ په جاپان کې د زیږون د کموالي له امله د دغه هېواد نفوس په چټکۍ سره کمیږي او یوازې په تیر کال کې د دغه هېواد نفوسو کې ۹۱۰ زره کسانو کمښت راغلی.
د جاپان د کورنیو چارو وزارت په وینا، د څه باندې ۹ سوه زره کسانو د نفوس کېدل، د جاپان په تاریخ کې تر ټولو لوی کمښت دی.
په جاپان کې د زړو کسانو د تناسب زیاتېدو له امله پالیسي جوړونکي او څېړونکي اندېښمن دي، چې د دې هېواد نږدې ۳۰ فیصده نفوس له ۶۵ کلونو څخه پورته عمر لري.
کارپوهانو په وینا، د نفوس کمښت به پر اقتصاد او ټولنیز جوړښت اوږدمهاله اغېزې وکړي.