خبرونهنړۍ

هسپانیا کې هغه جومات چې په کلیسا بدل شوی، په کې اور لګیدنه رامنځته شوې

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال

د هسپانیا هېواد قرطبه ښار کې د مسلمانانو تر ټولو تاریخي جومات قرطبي چې وروستیو کې په کلیسا بدل شوی، په کې اور لګیدلی، چې له امله یې د جومات ګڼ شمېر برخې زیانمنې شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ دغه اور د فر ش پاکولو ماشین کې د شارټۍ له امله لګیدلی و، چې په لږ وخت کې پراخه شو.

د قرطبه تاریخي جومات چې اوس په کلیسا بدل شوی دی او ورته د قرطبه جومات-کلیسا (Cordoba Mosque-Cathedral) ویل کیږي، دا د یونیسکو نړیوال کلتوري میراث برخه هم ده.