ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

د یوتیوب شرکت: ژر به نوي بدلون رامنځته کړو

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال

د یوټیوب لخوا د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر بنسټ یو نوی فیچر معرفي کیږي، چې له لارې به یې د کاروونکو عمر وڅېړل شي. 

دا فیچر به د اګست له ۱۳مې څخه معرفي کیږي او په دې کې به د کاروونکو د عمر تصدیق لپاره د مصنوعي ځیرکتیا ټیکنالوژي وکارول شي. 

د یویټوب دفتر ویلي، د دې نوي سیستم موخه د غوره او عمر سره سمې تجربې او خوندیتوب برابرول دي. 

دا بدلون به په راتلونکي وخت کې نورو هېوادونو کې هم معرفي شي. 

دا په داسې حال کې ده، چې په اسټرالیا کې په کم عمره ځوانانو د یوټیوب کارولو باندې بندیز لګیدلی دی.