هغه کلی چې هلته د اوبو لپاره نارینه درې ودونه کوي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال
ایا تاسو پوهېږئ چې په نړۍ کې یو داسې کلی هم شته چیرې چې نارینه درې ودونه کوي او د دې دلیل اوبه دي؟
د هند په مهاراشترا ایالت کې د دېنګنمال په نوم یو کلی دی، هلته نارینه د اوبو د ستونزې له امله درې، درې ودونه کوي.
د دې کلي خلک د اوبو له شدید بحران سره مخ دي او همدا دلیل دی چې دلته ښځې د اوبو راوړلو لپاره له کلی څخه څو کيلومتره لرې ځي او له هغه ځایه اوبه راوړي.
د بهرنۍ خبري اژانس د راپور له مخې، د اوبو سرچینې له کلی څخه دومره لرې ده چې هره ورځ ښځو ته د اوبو راوړلو لپاره ۱۲، ۱۲ ساعته وخت نیسي.
په زړه پورې او غیر معمولي خبره دا ده چې کله یوه ښځه امیندواره شي، نو د هغې خاوند دویم یا درېیم واده کوي، ترڅو یوه ښځه کور سنبال کړي او بله ښځه اوبه راوړي.
د راپور له مخې، د کلي نارینه د دویم یا درېیم واده لپاره هغه ښځې غوره کوي چې طلاقه شوې وي یا هغه چې ولور نشي ورکولی.
دا ښځې د ټولنې په وړاندې د عزت ساتلو لپاره دې ودونو ته مجبوره کیږي.
دلته یوه بله غیر معمولي خبره دا ده چې هغه ښځې چې دویم یا درېیم واده کوي، نه ورته د ماشومانو زېږولو اجازه وي او نه هم د خاوند په جایداد کې برخه ورکول کیږي.
یو بل د یادولو وړ ټکی دا دی چې په هندو مذهب کې د نارینه وو لپاره له یوې زیاتې ودونو کول غیر قانوني دي، خو بیا هم په دې کلي کې یو سړی درې ودونه کوي ترڅو د کور لپاره د اوبو رسولو سلسله دوام وکړي.