خبرونهنړۍ

د اسرائیلو د خزانې وزیر د حکومت د نسکورولو او نوو ټاکنو د ترسره کولو ګواښ کړی

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال

د اسرائیل د خزانې وزیر بزلیل اسموتریچ د غزې جګړې په پلانونو کې د اختلاف له امله د حکومت د نسکورولو ګواښ کړی دی. 

د بهرنیو رسنیو په وینا، د اسرائیلو د خزانې وزیر د حکومت د نسکورولو او نوو ټاکنو د ترسره کولو ګواښ کړی دی. 

د اسرائیلي رسنیو په وینا، د خزانې وزیر دا ګواښ د پنجشنبې په ورځ د امنیتي کابینې په غونډه کې کړی دی. 

هغه ویلي: “زما له نظره، موږ کولی شو ټولې چارې ودروو او خلکو ته د پریکړې اختیار ورکړو. زه باور نه لرم چې لومړی وزیر د اسرائیلي پوځ د قاطع بریا په لور رهبري کولی شي.” 

د اسرائیل د خزانې وزیر زیاته کړې چې داسې ښکاري لکه لومړی وزیر نیتن یاهو په اصل کې نه غواړي چې اسرائیلي پوځ د قاطع بریا په لور بوځي.