
کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کال
په ترکیه کې د ۶.۱ درجې په شدت زلزله شوې، چې له امله یې تر اوسه د لسو ودانیو د نړیدو خبر ورکړل شوی دی.
د ترکیې د ناورین مدیریت ادارې په وینا، د ترکیې په لوېدیځ د بالیک اسیر ولایت په سندرګي ولسوالۍ کې د ۶.۱ درجې شدت زلزله په محلي وخت د ماښام په نږدې ۸ بجو رامنځته شوې او د استنبول په ګډون یې۱۱ ولایتونه لړزولي دي.
دغه مدیریت ویلي، د زلزلې زور په استنبول، بورسا او شاوخوا ولایتونو کې هم احساس شوی، او د زلزلې مرکز د بالیک اسیر ولایت د سندرګي ولسوالۍ وه.
د زلزلې له امله سمدستي د کومې بشري زیان راپور نه دی ورکړل شوی، خو د ترکي رسنیو په وینا، د زلزلې له امله له ۱۰ څخه زیاتې ودانۍ نړېدلې دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان د زلزلې له امله زیانمن شویو کورنیو سره د مرستې امر کړی.