افغانستانخبرونه

طالبانو د بې‌کیفیته نفتي توکو د مخنیوي په موخه مشورتي ناسته کړې

کابل ټيلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نفتي توکو، مایع ګازو او په دې برخه کې د نويو سټنډرډونو د رامنځته کولو په اړه مشورتي ناسته وکړه.

دغه ناسته چې د هېواد د نفتي توکو سکټور د فعالانو په ګډون، په حضوري او انلاین بڼه ترسره شوه، ګډونوالو یې د ګاونډیو او سیمې هیوادونو د سټنډرډونو، او دغه‌راز د ډیزلو او پټرولو د بیو د توپیرونو په اړه خبرې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی، په دې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سټنډرډونو رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې اسلامي امارت تل له خلکو او سوداګرو سره تعامل کړی او د هېوادوالو د پېرلو توان ته یې هم پام کړی دی.