
کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز ویلي، چې هېواد یې راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په اتیایمه غونډه کې د فلسطین خپلواک هېواد په رسمیت پېژني.
البانیز په یوې خبري غونډه کې ویلي، چې اسټرالیا د فلسطیني ولس د خپلواک هېواد لرلو حق په رسمیت پېژني.