لومړۍ مېرمنې د خاوند د دویمې مېرمنې ته ۸۰ سلنه جګر عطیه کړ

کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د سعودي عربستان په طائف ښار کې د خاوند د دویمې مېرمنې لپاره لومړنۍ مېرمنې د خپل اتیا سلنه جیګر په عطیه کولو سره قرباني ورکړه.
د ګلف نیوز د راپور له مخې، نورا سالم الشمري، چې د ماجد بلده الروقي لومړۍ مېرمن ده، خپلې بنې یا د خاوند دویمې میرمنې تغرید عوض السعدي ته خپل اتیا سلنه جیګر عطیه کړ.
په حقیقت کې، تغرید عوض دواړو پښتورګو له پخوا څخه کار پرېښودلی و.
د پښتورګو د کار پرېښودو له امله د تغرید جگر هم سخت زیانمن شوی و.
ماجد د خپلې مېرمنې د درملنې لپاره تر متحده ایالاتو پورې سفر وکړ، خو ناکام شو. بالاخره، خاوند پرېکړه وکړه چې خپلې دویمې مېرمنې ته یو پښتورګی ورکړي.
د اماراتي رسنیو په وینا، د خاوند قربانۍ تر لیدلو وروسته لومړۍ مېرمنې نورا پرېکړه وکړه چې خپل ۸۰ سلنه جگر خپلې بنې ته عطیه کړي.
د ډاکټرانو د معاینې وروسته د دواړو وینه سره سمه شوه او په بریالیتوب سره عملیات ترسره شول.