
کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د دولتي کرنې د شمېرنې راپور له مخې، په پنجاب کې د خرو شمېر د دغه هېواد د ټولو صوبو څخه زیات دی، په دغه شمېرو کې سند دویم او خیبر پښتونخوا درېیمه درجه لري.
د دغه را پورو له مخې؛ بلوچستان کې د خرونو شمېر د نورو ولایتونو په پرتله کم دی.
د راپور له مخې، په پنجاب کې د خرونو شمېر دوه میلیونه څلور سوه او درې زره، په سند کې یو میلیون او ۸۱ زره، په خیبر پښتونخوا کې ۷۸۲ زره، او په بلوچستان کې ۶۳۰ زره دي، دغه راز اسلام آباد کې د خرونو شمېر ۴ زره ثبت شوی دی.
د ۲۰۲۴ کال د کرنې د شمېرنې راپور له مخې، په پاکستان کې د خرونو ټولیزه شمېره نږدې ۵ میلیونو ته رسیدلې ده.