
کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د سویلي امریکا هېواد اکوادور په یوه نایټ کلب کې د ډزو له امله ۸ کسان وژل شوي.
را پورونه وایي، دغه د یاد هېواد په تر ټولو خطرناک ساحلي ولایت ګوایاس د سانتا لوسیا په کلیوالي سیمه کې رامنځته شوه.
چارسمبالو ویلي چې په درنو وسلو سمبال مشکوک کسان په موټرسایکلونو او دوو موټرو کې راغلل او په ټولو کسانو یې ډزې پیل کړې.
دوی زیاتوي، په دغه ډزو کې ۷ کسان ځای پر ځای وژل شوي او یو کس په روغتون کې ساه ورکړې، چې د ټولو عمرونه د ۲۰ او ۴۰ کلونو ترمنځ وو.
د چارسمبالو په وینا، په دې پېښه کې ۳ کسان ټپیان شوي هم دي، چې سمدستي د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د ډزو لامل تر اوسه نه دی معلوم، خو د پېښې پلټنې روانې دي.