
کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ د ایپل آی فون ۱۷ سیریز ماډلونه به په سپټمبر کې معرفي شي.
آی فون ۱۷، ۱۷ پرو او ۱۶ پرو میکس سره به یو نوی او خورا نری آی فون ۱۷ ایر د iOS 26 سره معرفي شي.
تر اوسه د شرکت له خوا د نوې سیریز د تلیفونونو د معرفي کولو لپاره رسمي نېټه نه ده اعلان شوې.
خو د دې تلیفونونو بیه به څومره وي؟
په راپور کې ویل شوي چې د دې سیریز د ننوتلو ماډل آی فون ۱۶ بیه به له ۷۹۹ ډالرو پیلېږي. د آی فون ۱۶ بیه هم همدا ده، یعنې په دې کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
خو پاتې درې ماډلونه به د تېر کال په پرتله ډېر قیمته وي.
د آی فون ۱۶ پرو بیه له ۹۹۹ ډالرو پیل شوې وه، خو د آی فون ۱۷ پرو بیه به له ۱۰۴۹ ډالرو پیلېږي.
د آی فون ۱۶ پرو میکس بیه ۱۱۹۹ ډالر وه، خو د ۱۷ پرو میکس بیه به له ۱۲۴۹ ډالرو پیلېږي.
د آی فون ۱۷ ایر بیه به ۹۴۹ ډالر وي، یعنې دا نوی تلیفون به د آی فون ۱۶ پلس په پرتله ۵۰ ډالر ډېر ګران وي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا پر هند او چین باندې د لګول شويو تعرفو له امله د آی فونونو په بیو کې د زیاتوالي تمه کېږي.
د بلومبرګ د یوه راپور له مخې، د ایپل نوي آی فونونه به د سپټمبر په ۹ یا ۱۰ معرفي شي.