
کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د لسو اسلامي هېوادونو ديني عالمانو او سوداګرو چې پنجشیر ولايت ته یې سفر کړی، ځايي طالب والي ته يې ډاډ ورکړی چې د دغو هېوادونو ۲۵۰ شرکتونه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي.
د پنجشير لپاره د طالبانو د والي د وياند دفتر يوه رسنيزه اعلامیه کې ويلي چې د قطر، سعودي عربستان، ترکیې، بحرین، عراق، عمان، مالیزیا، فلسطین او سوریې څخه راغلو د دیني عالمانو او سوداګرو يو پلاوي دغه ولايت ته سفر کړی دی.
ياد پلاوي له ځايي طالب والي محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د دغو لسو اسلامي هېوادونو ۲۵۰ شرکتونه هوډ لري چې په افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ برخه کې پانګونه وکړي.
دغه پلاوي ويلي چې ياد شرکتونو څخه هر يو به يې په افغانستان کې تر ۹۰۰زره امریکايي ډالرو پانګونه کوي او په راتلونکي کې به دا پانګونه لا ډېره کړي.