
کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندوستان د پوځ لوی درستیز خبرداری ورکړی چې له پاکستان سره راتلونکی جګړه کېدای شي ژر رامنځته شي او هندیان باید د هغې لپاره پوره چمتووالی ولري.
جنرال «اوپندرا دویودي» چې د هندوستان د پوځ لوی درستیز دی، په خپله وینا کې د پاکستان سره د څلور ورځني جګړې ارزونه وکړه او ادعا یې وکړه چې پاکستان په دې جګړه کې بریالی نه و.
دویودي د دې په اړه په خبرداري سره چې «ممکنه ده ژر راتلونکی جګړه پېښه شي» وویل: «راتلونکې جګړه چې موږ یې ارزونه کوو، کېدای شي ډېر ژر پېښه شي او موږ باید پوره چمتووالی ولرو. موږ باید د غیرمستقیمې جګړې لپاره په ګډه چمتو شو.»
هغه زیاته کړه: «دا جګړه یوازې د هند پوځ نه ښکېلوي، بلکې زموږ د ارزونو له مخې هند به په څو جبهاتو کې له برید سره مخ شي او که د ځمکني سرحد په اوږدو کې جګړه رامنځته شي، موږ به د نن ورځې د هندوستان د خلکو په پوهه او ملاتړ سره په ځمکه کې بریالي شو.»
د هند د فوځ لوی درستیز د دې په بیانولو سره چي سیاسي مشرانو د فوځ لاس خلاص پرېښی دیو وویل: د اپریل په ۲۳مه مو غونډه وکړه او د لومړي ځل لپاره د هند د دفاع وزیر “راجنات سینګ” وویل چې بس نور کافي ده. د پوځ د ټولو درې اصلي ځواکونو مشران په ښکاره وویل چې باید اقدام وشي. هغوی زموږ لاسونه ازاد پرېښودل او ویې ویل چې تاسې پریکړه وکړئ چې څه باید وشي. موږ د لومړي ځل لپاره د سیاسي باور، لارښونې او روڼتیا شاهدان وو چې زموږ روحیه یې لوړه کړه او د پوځ قوماندانان یې وهڅول چې په میدان کې د خپلې پوهې پر بنسټ عمل وکړي.»
د یادونې وړده، چې د هند او پاکستان ترمنځ څه موده وړاندې پیل شوې جګړه څلور ورځې وروسته پای ته ورسیده، چې دواړو لورو یې د خپلو بریاوو ادعاوې کولې.