افغانستانخبرونه

پکتیا کې د تور الماس په نوم درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پکتیا ولایت په مرکز کې د سیکارام احمدي بازار موندنې شرکت له لورې د تور الماس په نوم درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

د سیکارام بازار موندنې شرکت مسؤل مسعود حقمل وایي، د یاد نندارتون په ۸۰ غرفو کې بېلا بېل کرنیز، تولیدي او نور توکې د درې ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د یاد نندارتون له جوړېدو یې موخه کورنیو داخلي تولیداتو ته بازار پیدا کول او خلک له خپلو محصولاتو څخه خبرول دي.

په دې وروستیو کې په هېواد کې د وطني توکو د بازار موندنې په موخه په بېلا بېلو سیمو کې ورته نندارتونونه جوړ شوي دي.