افغانستانخبرونه

جوزجان کې ترافیکي پېښې له امله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د جوزجان ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲ تنه مړه او درې نور ټپیان شوی دي.

سرچینې وایي، دغه پېښه نن سهار د یوه بار وړنکي او پروبکس موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

په یاد ولسوالۍ کې د طالبانو امنیه قوماندان هم پېښه تائید کړې او زیاته کړې، چې دغه پېښه د جوزجان – بلخ پر لویه لاره د یادې ولسوالۍ اړوند ګرجک سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو نه مسلکیتوب، د ترافیکي سهولتونو نشتوالی او ګڼ نور عوامل د دې لامل شوي، چې په افغانستان کې ترافیکي پېښې په بې سارې ډول زیاتې شي.