
کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
نن د اګسټ ۱۲مه د خیبر پښتونخوا په چارسدې بابړه سیمه کې د پاکستان پوځ له لوري د عدم تشدد د پښتنو لارویانو باندې د پاکستاني پوځ د ناتار او قتل عام ۷۷ کاله پوره شول.
په ۱۹۴۸م کال د اګسټ په ۱۲مه د پاچاخان بې وسلې او غیر نظامي پلويانو او د عدم تشدد لارویانو په دغه سیمه کې د پاچا خان د خلاصون لپاره لاريون کړی و چې پاکستاني پوځ پرې قتل عام وکړ او ۶۰۰ پښتانه يې شهيدان کړل.
په وژل شويو کې ښځې، ماشومان او سپين ږيري هم شامل وو.
د بابړې له پېښې پوره ۷۷ کاله تېريږي، خو هلته لا هم پر پښتون مېشتو د سیمو د پوځ بريدونه روان او معدنونه یې اخراج کيږي.
بابړې ته د پښتنو د کربلا نوم هم ورکړل شوی دی.