افغانستانخبرونه

د ځوانانو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د هرو ۴ ځوانانو څخه یې یو بیکاره دی

کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

نن د اګست ۱۲مه او د زمري د میاشتې ۲۱مه نیټه په ټوله نړۍ کې د ځوانانو نړیواله ورځ ده.

د یونسکو سازمان له لورې د دغه ورځې د نومونې موخه د ځوانانو د رول، ننګونو او فرصتونو په اړه پوهاوی رامنځته کول او د هغوی د پرمختګ او هوساینې لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ تر لاسه کول دي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵م کال د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت د  “From Clicks to Progress: Youth Digital Pathways for Sustainable Development”  په نوم نومول شوې، چې  د پایښت لرونکي پرمختګ لپاره د ځوانانو د ډیجیټل ونډې پر اهمیت ټینګار کوي.

د وروستيو موجودو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بیکارۍ کچه، په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ، خورا لوړه ده او دغه وضعیت د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي تحولاتو وروسته نور هم خراب شوی دی.

د نړیوال بانک د ۲۰۲۵ کال د اپریل د راپور له مخې، په افغانستان کې د بیکارۍ کچه دوه برابره شوې ده او له هر څلورو ځوانانو (د ۱۵ څخه تر ۲۹ کلونو پورې) یو یې بیکاره دی، چې دا د ځوانانو د بیکارۍ کچه شاوخوا ۲۵ سلنه ښایي.

د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک د شمېرو له مخې، تر ۲۰۲۳ کال پورې د افغانستان د بیکارۍ شمېر له ۳ میلیونو کسانو څخه اوښتی دی. دغه راز، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د راپور پر بنسټ، د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي له فقر او لوږې سره مخ دي، چې بیکاري یې یو له مهمو لاملونو څخه ده.

په ټولیز ډول، د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اټکل ښيي چې د هېواد د ۳۴.۴ میلیونو وګړو له ډلې ۴۹.۷ سلنه یې د کار وړ دي، خو د بیکارۍ لوړه کچه، د اقتصادي اتکا، د خصوصي سکتور کمزورتیا، د بهرنیو مرستو بندېدل او نور عوامل لکه د کرنې او مالدارۍ سکتور ته نه پاملرنه او د پانګې تېښته د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په کموالي کې مهم رول لري.

د ځوانانو په منځ کې په وروستیو کې د ځان وژنې پېښې هم زیاتې شوي، چې لامل یې اقتصادي مشکلات، د طالبانو له لورې محدودیتونه او ګڼ نور دي.