افغانستانخبرونه

د هرات پاشدان بند رسماٌ پرانیستل شو

کابل ټيلیګراف – ۲۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر  او د دغه ډلې ګڼ شمېر نورو لوړو چارواکو له لورې د هرات ولایت د پاشدان بند رسماٌ پرانیستل شو.

پاشدان بند د هرات ښار ختیځ ته شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې د همدې ولایت د کرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.

دغه بند چې ۷۴ متره لوړوالی لري، د ۵۴ میلیونه مترمکعب اوبو د زېرمه کولو، د دوو مېګاواټه برېښنا د تولید او د ۱۳ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

د دغه بند د پرانیستې په خوښۍ کې په هرات کې یو ملي سوداګر لس غویان خیرات کړي او ویلي، چې د دغه غویانو غوښه به له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو او تر درملنې لاندې روږدو کسانو باندې وویشل شي.