خبرونهنړۍ

اسرائیلو په غزه کې له ۹۰ تنو زیات فلسطینیان وژلي

کابل ټيلیګراف – ۲۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

اسرائیلي پوځ په شمالي غزه کې د بریدونو په زیاتولو سره په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له ۹۰ تنو زیات فلسطیني وګړي وژلي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیلو په دغه بمبارۍ کې د وژل شویو په منځ کې ۳۷ تنه هغه کسان دي، چې د مرستې تر لاسه کول په موخه را ټول شوي وو.

دغه وزارت زیاته کړې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دلوږې له امله اته تنه نور فلسطیانیانو هم خپل ژوند بایللی، چې په دې سره د لوږې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۳۵ تنو ته ورسید.

بل خوا، اروپايي هېوادونو په غزه کې د زیاتیدونکي قحطۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او پر اسرائیلو یې ټینګار کړی چې د مرستو خوندي رسولو ته دې زمینه برابره کړي.

نیوزیلینډ په غزه کې د مرستو په مخنیوي او د فلسطینیانو په زور ایستلو شرمناکه عمل بللی دی.